سیمه ییز خبرونه

په ننگرهار کې څلور ورځنيو وروښتونو پراخ زيانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننگرهار ولايت چارواکي وايي:

په ننگرهار کې سختو وروښتونو سلگونه کورنه او كرنيزې ځمكې ویجاړکړي او د کابل ـ جلال آباد د لویې لار په گدون یې یو شمېر وړې لارې هم د ترافیکو په مخ تړلي دي.

د ننگرهار والي ویاند احمدضیا عبدالزی وايي:

څلور ورځنيو پیل شویو سختو وروښتونو د ننگرهار په سره رود، پچیراگام، اچین، دوربابا، کوټ، بهسودو، نازیانو، خوږیاڼو، شېرزادو او هسکې مېنې ولسوا لیو کې يو تن مړ او دوه تنه ژوبل کړي، شاوخوا ٥٧٦ هکتاره ځمکه یې ويجاړه کړې او شاوخوا ٢١۲ کورنه یې نړولي دي.

نوموړی وايي، وروښتونو پر دې سربېره په ځمکو کې ولاړ فصلونه هم زیامن کړي او لسگونه څاروي یې له منځه وړي دي.

ښاغلى عبدالزى وايي:

اړوند ادارو ځپل شویو او تر تهدید لاندې سیمو ته د ژغورنې ډلې استول شوي، خو خیره ادارو ته هم  پکارده، چې له ځپل شویو  خلكو سره بېړنۍ  مرستې وکړي.

پر پورته زیانونو سربېره سختو ورښتونو او غرښوويدنې له كبله په درنټه، ماهیپراو لته بند کې د کابل ـ جلال آباد لویه لارتړل شوې ده.

په تېره اوونۍ کې دا دوه يم ځل دی، چې یاده لار په درنټه کې د غردښوويدنې له كبله تړل کیږي.

د لغمان او ننگرهار چارواکي وايي:

په دې اړوند سيمه کې د لارې د خلاصیدو لپاره کار پیل شوی او تمه ده، چې د بلې ورځې تر پایه به لار په بشپړه توگه د ترافيكو په مخ خلاصه شي.

د چارواکو په وينا، واړه موټر کولی شي، چې د قرغیو ولسوالۍ له لارې تگ راتگ وکړي؛ خو د لاریو تگ راتگ به تر دوه نورو ورځو هم بنده وي.

بلخوا مسافرین له دولت غواړي، چې د یادې لار په خلاصیدو کې بېړه وکړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د هېواد په ختیځ او په ځانگړي توگه ننگرهار کې ورښتونه خلکو ته ځاني او مالي زیان اړوي، بلکې په تېرو کالونو کې هم همداسې شوي؛ خو دولت کومه ځانگړې مرسته نه ده کړې.

Trending

Exit mobile version