سیمه ییز خبرونه
په ننگرهار کې ۳۱ وسله وال د سولې له بهير سر يو ځاى شول
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ننگرهار د سولې ولايتي شورا مشر وايي، یودېرش وسله وال طالبان، چې له دې وړاندې يې د دې ولايت په غني خېلو، نازیانو او بټيکوټ ولسواليو کې د دولت ضد فعاليتونه ترسره کول، د دوشنبې په ورځ(د تلې لومړۍ) د سولې له بهير سره يوځای شول.
د سولې ولایتي کميټې مشر ملک نذير زياتوي، چې دغو كسانو يوه اندازه وسله هم دولت ته سپارلې ده.
يو ځاى شوي وسلوال ځانونه د ملا رباني د ډلې كسان بولي او وايي، چې د پاكستان د استخباراتي سازمان له خوا تېر ايستل شوي ول او د همدغه سازمان له خوا يې پوځي زده كړې تر لاسه كړې د ي.
د یادونی وړ ده، چې دغه وسله وال داسې مهال د سولې له بهير سره یو ځای کیږي، چې روانه اوونۍ د سولې په نامه نومول شوې او د دې اوونۍ ټولې ورځې په بېلابېلو پروگرامونو نمانځل کیږي.