تازه خبرونه

په نهو ولایتونو کې اتلس سیمې د اورښتونو په مهال خطرناکه وې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د فواید عامې وزارت مسولین وایي، په نهو ولایتونو کې اتلس سیمې د اورښتونو په مهال خطرناکه وي.

یاد مسولین وایي، دغو سیمو کې د تګ راتګ په مهال خلک باید د دوی د مامورینو سپارښتنو ته پاملرنه وکړي، څو له احتمالي خطرونو وژغورل شي.

د فواید عامې وزارت مسولین وایي، دغه اتلس سیمې چې په اورښتونو کې د طبیعي پیښو لیدونکي وې، په پروان، لوګر، ننګرهار، میدان وردګ، بامیان، بادغیس، سرپل، غزني اوغور ولایتونو کې پرتې دي. دوي وایي، دغو سیمو نه تېرېدونکې لارې ځکه تړل شوي چې له احتمالي خطرونو مخنیوی وشي.

د فواید عامې وزارت سرپرست انجینر نورګل منګل:  

له ټولو هیوادو والو څخه غواړم چې د سفر پرمهال د فواید عامي وزارت د کار کوونکو لاروښوونو ته زیاته پاملرنه وکړي څو د احتمالي خطرونو مخه ونیول شي.

دی وایي، هڅې روانې دي چې تړل شوې لارې بېرته پرانیستل شي. ښاغلی منګل وایي، په ځینو سیمو کې سیلابونه را وتلي، خو تر اوسه یې مالي او ځاني زیانونه نه دي اړولي.

مونږه د خپل کلني پلان په اساس چمتوالی نیولی، ویلی شم کومه ستونزه به رامنځته نه شي، سالنګ موځکه تړلی چې طوفان پکي شتون لري

د دغه وزارت مسولین وایي، جاپان ور سره د یوسلو دوه څلویښت داسې موټرو د ورکړې ژمنه کړې چې واورې پاکولای او تړلې لارې خلاصولای شي، دوي وایي، که دغه وسایل ورته ورسیږي، ستونزې به یې حل شي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version