سیمه ییز خبرونه
په نورستان كې د يوه محلي هوايي ډګر د جوړولو چارې پېل شوې
د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، په نورستان ولايت كې د هوايي ډګر موجوديت د خلكو يوه لويه اړتيا ده او په همدې موخه يې دغه ولایت کې د هوایی ډګر د جوړېدو اقدام كړى دی.
د ترانسپوټ او هوايي چلند وزارت مرستيال جاروالله منصوري له يو شمېرانجنیرانو سره نورستان ته د دې لپاره سفر وكړ ترڅو دغه ولايت كي ديوه محلي هوايي ډګرد سروې چارې پېل كړي.
د ترانسپورت وزارت مرستيال جارالله منصوري وايي:
په نورستان كې د هوايي ډګر جوړول يوه لويه اړتيا وه اوهمدې اړتيا ته په پام يې ورته هغه دوه مليون ډالره ځانګړې كړي، چې د نشه يي توكو پروړاندې د مبارزې وزارت له خوا دغه ولايت ته ځانګړي شوي دي.
د نورستان والي تميم نورستاني وايي:
د امنيتي ستونزو او هوايي ډګر د نشتوالي له امله به خلك اړ وو، چې ورځې ورځې انتظار وباسي او يا هم په نا امنو لارو سفر وكړي.
د نورستان والي زیاته کړه، چې دا كار به د دغه ولايت په پرمختيايي چارو هم ښه اغېزه ولري.
نورستان د افغانستان په ختیځ کې یو غرنی ولایت دی، چې په ورته غځېدلو لارو يې امنيتي ستونزې رامنځ ته كېږي.