سیمه ییز خبرونه
په نورستان ولایت کې لومړنى لس بستريز کلینیک پرانستل شو
د لومړي ځل لپاره په نورستان ولایت کې لس بستر لرونکی کلینیک پرانستل شو. له دي وړاندې هیڅ یو داسې کلینک یا روغتون دلته نه و، چې د ناروغانو لپاره بستر ولري.
دا کلینک په جراحې، داخله او نسایې ولادې برخو کې فعالیت کوي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وایي، د تېرو ۱۲ کلونو په لړ کې د دې ولایت په مرکز پارون کې هیڅ ډول بستر لرونکی کلینک شتون نه درلود.
نوموړی همداراز وایي، دا کلینک به په روان کال کې په پنځوس بستریز رغتون بدل شي او د یاد روغتون د جوړیدو لپاره څلور اعشاریه پېنځه میلیون دالر ځانگړي شوي دي.
د نورستان د عامې روغتیا مشر محمد اسماعیل استانکزی وایي، چې دا کلینک به د مرکز پارون او نورو ولسیوالیو اوسیدونکيو ته زیاتې آسانتیاوې رامنځته کړي.
نوموړی ټینگار کوي، چې پنځوس بستریز روغتون به په لس جریبه ځمکه کې جوړ شي، چي لگښټ یې د عامې روغتیا د وزارت لخوا ورکول کیږي.