تازه خبرونه

په نورستان کې د غره ښويېدو له کبله ۲۵ کسان مړه شوي

Published

on

د نورستان سیمه ییز چارواکي ويلي؛ تېره شپه ( د سلواغې نهه‌ویشتمه ) په نورستان ولایت کې د غره ښویېدو له کبله ۲۵ کسان مړه شوي دي.

د چارواكو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه د دې ولايت د نورګرام ولسوالۍ د تتين درې په نکره کلي كې د اورښت له کبله رامنځته شوې او د سيمې اوسېدونکیو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د نورګرام ولسوالۍ امنيه قومندان مولوي ګوهر ويلي؛ په دې پېښه کې ۲۵ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ورک دي.

له دې مخکې چارواکو ویلي وه، چې د لومړنیو راپورونو له مخې؛ د استوګنې ۲۰ کورونه ویجاړ شوي او تر دې دمه د پېنځه کسانو جسدونه له خاورو او خټو را ایستل شوي او د ورکو شویو کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي.

د سیمې خلکو د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې د مړو شمېر نور هم ډېر شې.

Trending

Exit mobile version