تازه خبرونه

په نوي حکومت کې باید د ښځو ونډه په پام کې ونیول شی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغان د ښځو شبکه وایي، په نوي حکومت کې باید د ښځو ونډه په پام کې ونیول شی. دا شبکه د ټاکنیزو لانجو او هغه څه له امله اندېښنه ښیي، چې دوی یي د پردې تر شا سیاسي لوبې بولي.
د افغان ښځو د شبكې رئیسه حسینه صافۍ او د دې شبکې غړې محبوبه سراج د وروستيو ټاكنيزو ستونزو او د پردې تر شا د احتمالي سياسي لوبو له امله د اندېښنې په څرګندولو سره له نوماندانو غواړي، چي د امريكا او نړيوالې ټولنې منځګړيتوب ته احترام ولري او د ملي یووالي په حكومت كې د ښځو رول او ونډه مشخصه كړي.
دوی په ټاکنیزو کمیسیونونو غږ کوي، چې خپلې چارې په شفاف ډول پر مخ یوسي او عدالت ته په پام د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام کړي.
وېل کېږي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاكنو د دوهم پړاو د رايو تر تفتيش وروسته به د اګست مياشتې په وروستيو كې د ټاكنو وروستۍ پایله اعلام شي.
د دواړو کاندیدانو ترمنځ د توافق له مخې د ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته به د ډېرو رایو لرونکی کاندید ولسمشر کېږي او بایلونکي ته به د یووالي په حکومت کې برخه ورکوي.

Trending

Exit mobile version