تازه خبرونه

په نوي لمریز هجري کال کې به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي – اسلامي امارت

Published

on

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې پر ورځ اسوشیټیډ خبرې سرچینې ته ویلي، چې د نوي لمریز هجري کال له رارسیدو سره به په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

اوسمهال د یو څو ولایتونو له ښوونځیو پرته، چې تر دولسم ټولګي په کې د زدکړو شرایط برابر دي؛  نور په ټول هېواد کې نجونې تر شپږم ټولګي زدکړې کوي.

ذبیح الله مجاهد ويلي، چې د اسلامي امارت د پوهنې ریاستونه په پام کې لري، چې په نوي لمریز کال کې د نجونو لپاره ټول ښوونځي پرانستل شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ټولګيو کې بايد نجونې او هلکان په بشپړه توګه سره بېل شي.

هغه ویلي؛ تر ټولو لوی خنډ د نجونو لپاره د لیلیو نشتوالی دی.

مجاهد وایي، «مونږ د تعلیم او زدکړو مخالف نه یو.

مجاهد په ډاګه کړې، چې په ګڼ میشتو سيمو کې د هلکانو او نجونو لپاره د بېلو درسي ټولګیو د درلودلو اړتیا پوره شوې نده او د ښوونځيو ودانۍ به هم جلا شي.

له اسلامي امارت څخه د نړیوالې ټولنې غوښتنه هم د نجونو د ښوونځیو بیا پرانیستل او د نجونو د زدکړو حق دی.

Trending

Exit mobile version