سیمه ییز خبرونه

په نوي ډيلي کې د هند او افغانستان پر سوداگرۍ دوه ورځنی نړیوال کنفرانس جوړيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان او هند ترمنځ د سوداگرۍ د څرنگوالي په اړوند له دوه ورځنۍ نړيوالې ناستې خبر وركوي.

اداري فساد، اقتصادي ثبات، امنيت او د مخدره توكو په وړاندې مبارزه د افغانستان له اقتصادي برخليك سره تړلي موضوعات دي.

بهرني هېوادونه پدې لټه كې دي، چې د افغانستان د راتلونكي اقتصادي نظام لپاره د ثبات وركولو نړيوالې ناستې جوړې كړي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي:

افغان او هندي پانگوال به نن دوشنبه(د لړم۲۷) په نوي ډيلي كې سره راټول او په افغانستان كې د پانگونې پر څرنگوالي خبرې اترې وكړي.

د نن او سبا ورځې په دې كنفرانس كې د افغانستان او هند د سوداگريزو برخو پر چارواكو سربېره د بېلابېلو هېوادونو كابو ۲۵۰ سوداگر برخه اخلي.

دغه كنفرانس به په افغانستان كې د پانگونې او د هېواد د يو شمېر محصولاتو د نندارې لپاره يو ښه فرصت وي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د هندي سوداگرو لپاره په افغانستان كې د پانگونې وړ زمينه رامنځته شوې او افغانستان ته هم  دغه هېواد مهم شمېرل كيږي.

اوسمهال د هند او افغانستان ترمنځ اړيكې د سټراټيژيك تړون پر بنسټ روانې دي. هند په تېره يوه لسيزه كې د افغانستان په اقتصادي ډگر كې كابو دوه ميليارد دالر پانگونه كړې ده.

Trending

Exit mobile version