تازه خبرونه

په نړیوالو ادارو کې د افغانستان استازیتوب څوک کوي – آ سي سي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۷, ۱۴۰۰)

د جرمونو نړیوالې محکمې( آی سي سي ) قاضیانو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې په نړیوالو ادارو کې د افغانستان د استازیتوب په پېژندلو کې ورسره مرسته وکړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د جمعې پر ورځ څرګنده کړې؛ تر هغې، چې په نړیوالو ادارو کې د افغانستان استازی معلوم نشي؛  په دې هېواد کې د جنګي جرمونو د څېړنې په اړه پرېکړه نشي کولی.

رویټرز د یو لړ څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ قاضیانو د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انټونیو ګوټرش او د آی سي سي له اداري پلاوي غوښتي، چې د هغې ډلې په اړه معلومات ورکړي، چې په رسمي بڼه د نړیوال قانون له نظره افغانستان اداره کوي.

دغو قاصیانو ویلي، چې د نومبر تر اتمې دې اړوند بنسټونه ځواب ورکړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې یوه څارنوال کریم خان ویلي، چې دا محکمه باید خپل کار روان وساتي او دا اړینه نده، چې څوک افغانستان اداره کوي.

د څارنوال کریم خان په ځواب کې محکمې د جمعې پر ورځ څرګنده کړې: د دې سوال له ځواب پرته، چې کوم بنسټ د اګست له ۱۵ وروسته د افغانستان د قانوني دولت استازیتوب کوي؛ نشي کولی قانوني پرېکړه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې په دې ټولنه کې دې د افغانستان د استازیتوب واک دوی ته وسپارل شي؛ خو تر دې دمه دا غوښتنه منل شوې نده.

Trending

Exit mobile version