تازه خبرونه

په نړیوالو ډګرونو کې مو لوبې د مخالفتونو مخه نیسي – امیرخان متقي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۸, ۱۴۰۲)

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د هېواد له کرکت ملي لوبډلې سره په کتنه کې ویلي، چې په نړیوالو ډګرونو کې مو لوبې د مخالفتونو مخه نیسي.

په دې کتنه کې، چې د سې شنبې پر ورځ ( د زمري ۱۷ ) ترسره شوه؛ امیرخان متقي ویلي: کله، چې تاسې د کرکت په ډګر کې بریا ترلاسه کوئ، یوه انجنیر ته فکر پیدا کیږي، چې په خپل مسلک کې بریا ترلاسه کړي، یوه داکتر په خپل مسلک کې د ګټلو فکر کوي، یو پروفیسور ته په خپل مسلک کې د وړ کسانو د روزلو فکر پیدا کیږي، چې هېواد په ټولو برخو کې پرمختګ وکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې افغان لوبډلې په سختو شرایطو کې د نړۍ د لس غوره لوبډلو په کتار کې راغله، دا  د ویاړ خبره ده.

امیر خان متقي وایي: د خوښۍ ځای دی، چې هر پوړ او قشر مو ستاینه کوي؛ هیڅوک ستاسې مخالف نه‌دی. په دې هیله، چې تاسې هم خپلو ملي او اسلامي ګټو ته ژمن پاتې شئ… دین له سپورت سره په ټکر کې نه‌دی. ستاسې له دیندارۍ سلګونه زره ځوانانو ته د دیندارۍ مفکوره پیدا کیږي.

دغه راز د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د پاکستان او سریلانکا پر وړاندې په راتلونکیو؛ اسیا جام او نړیوال جام سیالیو کې کرکت ملي لوبډلې ته د بریا هیله وکړه.

په دې کتنه کې د افغانستان کرکت بورد عمومي رييس ميرويس اشرف ويلي، له هغې ورځې راپدیخوا، چې نوموړى دې پوست ته معرفي شوى؛ د دې دفتر په ګومارنو او د لوبغاړو په غوراويو کې د حکومت له‌خوا کومه لاسوهنه نه‌ده شوې.

میرویس اشرف وایي: مونږ پر نړیواله کچه مو هم ویلي، چې زمونږ اداره او کرکت بورد خپلواکه دي او هیڅ ډول سیاسي لاسوهنه په کې نه‌شته.

Trending

Exit mobile version