کوید۱۹
په نړۍ کې د کرونا مثبتې پېښې له ۴۱۲ میلیون واوښتې
(Last Updated On: سلواغه ۲۷, ۱۴۰۰)
د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۴۱۲ میلیون واوښت.
دې ټولنې زیاته کړې، چې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیل راپدیخوا په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس ۴۱۲۳۵۱۲۷۹ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۵۸۲۱۰۰۴ کسان له دې ویروسه مړه دي.
د جانز هاپکنز پوهنتون په ډاګه کړې؛ یوازې په امریکا کې د کرونا ۷۸۰۲۷۲۰۵ پېښې ثبت شوي او په دغه هېواد کې ۹۲۵۲۸۷ کسان د کرونا له کبله مړه دي.
د یاد پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دی.
د روغتیا نړیواله ټولنه وایي؛ په اروپايي هېوادونو کې د کرونا ویروس ۱۶۵ میلیون پېښې ثبت شوي او له ۱.۸ میلیون ډېر کسان مړه دي.
ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شوی او اوس یې د اومیکرون بڼه یو نوی فشار پېژندل شوی دی.