تازه خبرونه
په نړۍ کې له هرو درې ښځو یوه ځورول شوې – ګوټرش
(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۱)
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش ويلي، په نړۍ کې له هرو درې ښځو یوه یې په مستقیم ډول له تاوتریخوالي سره مخ شوې ده.
ګوترش نن (یکشنبه د وري ۷ ) ټویټ کړی، چې ملګري ملتونه د ښځو او نجونو د ښه خوندیتوب لپاره کار کوي.
هغه ټینګار کړی، چې مونږ باید همدا اوس د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی پای ته ورسوو.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی باید ژر تر ژره پای ته ورسیږي.