تازه خبرونه

په نړۍ کې له ۵ میلیون ډېر کسان له کرونا ویروسه مړه شوي

Published

on

د جمعې پر ورځ په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د نړۍ د مړو شویو کسانو شمېر له ۵ میلیون واوښت او هغه خلک یې ګواښلي، چې اوس هم واکسین شوي ندي.

تېره اوونۍ په منځني توګه هره ورځ ۸۰۰۰ خلک یې له کبله مړه شوي، چې په یوه دقیقه کې د څه نا څه ۵ کسانو مړینه ښيي.

دغه راز د نړۍ د یوې اوونۍ د مړینې منځنۍ کچه ښیي، چې د یاد شمېر له نیمایي څخه ډېرې پېښې په امریکا، روسیه، برازیل، مکسیکو او هند کې رامنځته شوې دي.

په امریکا کې له کرونا څخه د ځاني زیان شمېر له ۷۰۰۰۰۰ څخه ډېر دی، چې د نورو هېوادونو په پرتله لوی شمېر ښیي.

د امریکا روغتیایي چارواکو ویلي، چې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس پر ډېریدو سربېره په وروستیو اوونیو کې د ځینو شمالي ایالتونو د مړیو شمېر کم شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا په داسې حال کې ده، چې په یوه کال کې له کرونا څخه د نړۍ د مړینو شمېر ۲.۵ میلیون ته رسیدلی و؛ خو اوس یوازې په ۸ میاشتو کې ۲:۵ میلیون ثبت شوی دی.

په تېره یوه اوونۍ کې شاوخوا ۸۰۰۰ مړینې د نړۍ ثبت شوي، چې په هره یوه دقیقه کې ۵ کسان کرونا مړه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس له کرونا ویروس څخه د مړینې شمېر د پراخېدو له مهاله په ټولیز توګه لږ شوی دی.

Trending

Exit mobile version