تازه خبرونه
په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له ۴۰ میلیون پورته شو
رویترز څرګنده کړې؛ داسې ښکاري، چې د ژمي له راتلو سره په شمالي نیمه کره کې د کورونا ویروس یو ځل په چټکۍ مخ پر خپریدو شوی دی.
کارپوهان پدې باور دي، چې په ځینو هېوادونو کې که څه هم د مړینې او ناروغیو د پوره آزموینې او بشپړ راپور ناشونی دیګ خو بیاهم یې شمېر خورا ډېر دی.
د رویترز موندنې ښیي، چې دغه ناروغي چټکه خپریږي؛ ځکه، چې په ۳۲ ورځو کې پر دې ویروس د اخته کسانو شمېر له ۳۰ میلیون څخه ۴۰ میلیون ورسیده. په داسې حال کې، چې په ۳۸ ورځو کې له ۲۰ میلیون څخه ۳۰ میلیون ته، له ۱۰ میلیون څخه تر ۲۰ میلیونو پورې په ۴۴ ورځو کې او د چین په اوهان ښار کې د دفه ویروس له رامنځته کیدو درې میاشتې وروسته پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۰ میلایون ته رسیدلی دی.
امریکا، هندوستان او برازیل اوس هم په نړۍ کې ترټولو اغېزمن شوي هېوادونه دي.