تازه خبرونه
په نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له ۵۰ میلیون ډېر شو
رویترز راپور ورکړی، چې په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۵۰ میلیون واوښت.
دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا ویرس دوه یمې څپې ټوله اروپا نیولې او تر دې دمه څو هېوادونو پر تګ راتګ بندیزونه هم لګولي دي.
د راپورونو له مخې؛ د یاد ویروس دوه یمې څپې بریتانیا، جرمني او فرانسې هېوادونه اړ کړي، چې یو ځل بیا خپل هېوادوال قرنطین کړي.
دنمارک تر دې دمه د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره په بېلابېلو برخو کې پر تګ راتګ بندیزونه لګولي دي.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د کرونا ویروس دوه یمې څپې د اخته کسانو شمېر ډېر کړی او امریکا یو داسې هېواد دی، چې هره ورځ ۱۰۰۰۰۰ نوې پېښې ثبتوي.
په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو په ټاکنیزو هڅو کې د دونالد ترمپ یو شمېر پلویانو له ماسک پرته کمپاینونه تر سره کړل، چې کرونا ویروس هم ورسره خپور شوی دی.
د راپورونو له مخې؛ تر دې دمه په نړۍ کې پر کرونا اخته له ۱.۲۵ میلیون ډېرو ناروغانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو پر بنسټ؛ هند په آسیا کې دوه یم لوی هېواد دی، چې د کرونا ویروس ترټولو ډېرې پېښې یې ثبت کړې دي.