کوید۱۹

په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۵۰ میلیون ته رسیدلي

Published

on

د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر د دوشنبې پر ورځ له ۲۵۰ میلیون واوښت؛ خو په ختیځه اروپا کې پرې د اخته کسانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی.

د راپورونو له مخې؛ که څه هم په ختیځه اروپا کې د ویروس د چټکې خپرېدا وېره؛ خو ډېري هېوادونه خپلې سوداګرۍ او ګرځندوی بیا پیلوي.

د رویټرز د شننې له مخې؛ په تېرو درې میاشتو کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو ورځنی شمېر ۳۶ سلنه راټیټ شوی؛ خو ویروس اوس هم په هرو ۹۰ ورځو کې ۵۰ میلیون خلک د ډېر لیږد پر وړ بڼې اخته کیږي. په داسې حال کې، چې پرکرونا د اخته کسانو د لومړيو ۵۰ میلیون پېښو ثبتولو نږدې یو کال وخت نیولی دی.

رویټرز راپور ورکړی؛ روغتیا پوهان خوشبین دي، چې ډېريو هېوادونو د واکسینو له برکته د زیانمېدو ستر بهیر تر شاه پریښی؛ خو خبرداری ورکوي، چې سړه هوا او راروانې رخصتۍ کولی شي پېښې ډېرې کړي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د مشرتابه اپیډیمولوژیسټې ماریا وان کرخوف رویټرز ته ویلي؛ مونږ فکر کوو، چې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال تر پایه به د دغه ویروس پر پوره څارنې بریالي شوو او ترې د رامنځته شوې مړنې او ناروغۍ کچه به راټیټه کړو.

د رویټرز د شننې له مخې؛ له ۲۴۰ هېوادونو څخه په ۵۵ هغو کې اخته کېدل اوس هم مخ پر ډېرېدو دي او په روسیه، اوکراین او یونان کې ثبت شوې پېښې ان د دوه کاله مخکې پېښو ته رسېدلي.

په ختیځه اروپا کې د واکسین کولو ترټولو ټیټ کچه پلې شوې ده. په ټوله نړۍ کې د راپور شويو ټولو نويو پېښو له نیمایي څخه ډېرو یې له اروپایي هېوادونو سر راپورته کړی، چې په هرو څلور ورځو کې لږ تر لږه  یو میلیون نوې پېښې رامنځته شوې دي.

د روسیې ډېرې سیمې په روانه اوونۍ کې پر محدودیتونو او بندیزونو نوی کار پیل کړی، چې یا به د کار ځيو رخصتي غزوي او یا به د ناروغۍ له کبله د مړینو د ثبت شاهد وي.

Trending

Exit mobile version