کوید۱۹
په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۴۰۰ میلیون واوښت
د جان هاپکنز پوهنتون د څرګندونو له مخې؛ په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۴۰۰ میلیون په داسې حال کې واوښت، چې په تېره یوه میاشت کې یې شمېر ۳۰۰ میلیون کسانو ته رسېدلی و.
دا حیرانوونکی زیاتوالی د اومیکرون بڼې د چټکې خپرېدا له کبله دی، چې دمګړۍ په ټوله نړۍ کې خلک او حکومتونه د دې ناروغۍ له راتلونکي فشار سره مبارزې ته چمتووالی نیسي.
له یو کال څخه ډېر وخت یې ونیو، چې په نړۍ پر کرونا ویروس ۱۰۰ میلیون اخته کسان تائید شول؛ لومړۍ پېښه د ۲۰۱۹ په وروستیو کې پېژندل شوې او د ۲۰۲۱ په جنوري کې یې شمېر ۱۰۰ میلیون ته ورسېد.
د دې شمېر دوه چنده کېدو اووه میاشتې وخت نیولی او اوس یې دوه چنده کېدو شپږ میاشتې وخت نیولی.
د اخته کېدنې ورځنی شمېر مخ پر کمېدو دی، خو په منځنۍ توګه هره ورځ له ۲ اعشاریه ۷ میلیون څخه ډېرې بېښې ثبتیږي.
د پېښو اصلي شمېر بې له شکه لوړ دی او ډېرې پېښې په رسمي بڼه نه ثبتیږي او د ناروغۍ ټول اخته خلک د کتنې آسانتیاوې نلري.
لکه څنګه، چې ویروس بدل شوی، نږدې پېنځه میلیارد خلکو د کرونا واکسین لږ تر لږه یو خوراک ترلاسه کړی او څېړنې ښیي، چې واکسینونه اوس هم د بدو پایلو پر وړاندې ساتنه کوي.
د کرونا ویروس له اوسنی او غالب فشار یا اومیکرون څخه لږ خلک په روغتون کې بستر شوي او یا مړه شوي دي، نو پخپله د معیار په توګه د پېښو شمېرل لږ ګټور دي.
ساینس پوهانو خبرداری ورکړی، چې ممکن د وخت له تېریدو سره ویروس معافیت له لاسه ورکړي او دا، چې راتلونکي فشارونه به زمونږ له دفاعي میکانیزمونو څخه د وتلو ښه وړتیا ولري.
