کوید۱۹

په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۲۱۳ میلیون پورته شو

Published

on

(Last Updated On: وږی ۳, ۱۴۰۰)

په ټوله نړۍ کې له ۲۱۳ اعشلریه صفر ۷ میلیون ډېر خلک پر کرونا ویروس اخته دي او ۴ اعشاریه ۶  میلیون مړه شوي.

په چین کې د کرونا ویروس د لومړۍ پېښې له پېژندلو وروسته تر دې دمه په ۲۱۰ هېوادونو او سیمو ته خپور شو.

د هند حکومت د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د کرونا ویرس ۳۷ زره ۵۹۳ تازه پېښې ثبت او ۶۴۸ کسان مړه شوي، چې له دې سره د ټولو قربانیانو شمېر ۴۳۵ زره او ۱۱۰ کسانو ته پورته شوی دی.

په آسټرالیا کې چارواکو د ویروس له درېیمې څپې سره مبارزه  پیل کړې او د دغه هېواد د ۲۵ میلیون وګړیو له نیمایي ډېر یې د سیډني او میلبورن په ګډون بند کړي دي.

په سیډني ښار کې پر کرونا ویروس اخته کېدو ورځنی ریکارډ مات کړ او روغتیایي برخې یې له ستونزو سره مخ کړې.

جاپان، چې دمګړۍ د پارالمپیک لوبو کوربتوب کوي؛ د دې ویروس د نوې څپې د څارلو لپاره مبارزه چټکه کړي او تمه ده، چې بیړني حالت له ۸ ولایتونو ۲۱ ته پورته کړي.

Trending

Exit mobile version