سیمه ییز خبرونه
په نږدې راتلونكې كې به په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې پراخ پوځي عمليات تر سره شي
په مزار شريف كې د ملي دفاع وزير او د نهو ولايتونو د واليانو او امنيه قوماندانانو په شتون كې د پراخو پوځې عملياتو طرحه جوړه شوه. د ملي دفاع وزير وايي، چې د دغو عملياتو په ترڅ كې به د شمال يو شمېر نا امنو سيمو كې د ټاكنو له پاره امنيت ټينګ شي.
په نږدې راتلونكې كې به د هېواد د شمال او شمال ختيځو ولايتونو په نا امنه سيمو كې پراخ پوځي عمليات تر سره شي.
د دغه عملياتو طرحه د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي او د نهو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو د واليانو او پوځي قوماندانانو په شتون كې جوړه شوه.
د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي وايي:
د دغو عملياتو په ترڅ كې به د ټاكنو له پاره د هغو سيمو امنيت ټينګ شي، چې اوس مهال نا امنې دي.
د نوموړې په وېنا وسله وال مخالفين په دې ورستيو كې د فارياب، بدخشان او سرپل ولايتونو كې يو لړ فعاليتونه لري، چې د دغو عملياتو په ترڅ كې به وځپل شي.
نوموړې همداراز يو ځل بيا د افغانستان خلكو ته ډاډ وركړ، چې اوس مهال د ډېرو پوځي ځمكنيو او هوايي عملياتو مشري د افغان پوځ په غاړه ده او د افغانستان د امنيت د ساتلو په برخه كې بريالي دي، خو نوموړى ټينګار كوي، چې افغان ملي پوځ درنو وسلو ته اړتيا لري او نړيواله ټولنه بايد د ۲۰۱۴ كال تر پايه پورې د افغان پوځ دغه اړتيا پوره كړي.
د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو كې د پراخو پوځي عملياتو طرحه په داسې حال كې جوړېږي، چې په ورستيو مياشتو كې د دغو ولايتونو په يو شمېر سيمو كې د وسله والو مخالفينو فعاليتونو زور اخيستى دى.