تازه خبرونه

په نږدې راتلونکي کې ښایي طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په جاپان کې د جی شپږ هېوادونو په ناسته کې ويلي، چې طالبان پر نوي مشرتابه سربېره ښايي په نږدې راتلونکي کې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر نه شي.

اوباما خبريالانو ته د جاپان په ايس شیما کې وويل، ګومان دا دی، چې دغه سخت دريځه ډله به په افغانستان کې حملو ته دوام ورکړي.

اوباما په ډاګه کړې؛ ګومان کوي، چې طالبان به د تاوتریخوالي لار غوره کړي.

اوباما يوه ورځ وروسته له هغې دا خبرې کړې، چې افغان طالبانو خپل نوی مشر ملا هبت الله اخندزاده وټاکه. 

Trending

Exit mobile version