تازه خبرونه
په نږدې راتلونکي کې کابل ته د روسیې یو لوړ پوړی پلاوی سفر کوي – کابلوف
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړي توګه پر اقتصادي همکاریو، پانګونې او ټرانزیټ خبرې وشوې.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په کابل کې د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې د روسیې یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راځي او د دغه هېواد له چارواکو سره د همکارۍ پر پراختیا خبرې کوي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړي توګه پر اقتصادي همکاریو، پانګونې او ټرانزیټ خبرې وشوې.
د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي د اسلامي امارت او روسيې ترمنځ اړيکې مهمې یادې کړې او ټينګار يې وکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو په ګډون اړيکې پراخه شي.
امیرخان متقي د افغانستان او روسیې تر منځ د لوړ پوړیو پلاویو تبادله مهمه وبلله او زیاتوي، چې په تېر کال کې د اسلامي امارت ګڼ چارواکي د ناستو لپاره روسیې ته بلل شوي دي.
دغه راز د روسيې ځانګړي استازي ويلي، چې هېواد يې غواړي له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګريزو برخو کې خپلې اړيکې پراخې کړي.
ضمیر کابلوف زیاته کړې؛ په نږدې راتلونکي کې د روسیې یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راځي او د اسلامي امارت له چارواکو سره به د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.