تازه خبرونه

په نیمروز ولایت کې د طالبانو له زندانه ۲۰ امنیتي سرتېري خوشې شول – دفاع وزارت

Published

on

ملي دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې تېره ورځ د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د طالبانو یو زندان مات او  ۲۰ امنیتي سرتېري یې د طالبانو له بنده خوشې کړي دي.

ملي دفاع وزارت په ډاګه کړې؛ د کومانډو ځواکونو په دغو عملیاتو د اردو ۱۷ سرتېري او درې پولیس افسران د طالبانو له بند څخه خوشې شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې د طالب قومندان مولوي بشیر په ګډون اووه طالبان وژل شوي دي.

د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې، بندیان د طالبانو لخوا ډېر ځورول شوي دي.

طالبانو تر دې دمه رسنیو ته په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version