تازه خبرونه
په نیمروز ولایت کې يوه کس د خپلې کورنۍ ۹ غړي وژلي
(Last Updated On: غبرګولى ۲۳, ۱۴۰۱)
په نیمروز ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ويلي، د یکشنبې پر ورځ یوه کس د خپلې میرمنې او ماشومانو په ګډون د کورنۍ نهه غړي وژلي دي.
د نيمروز امنيه قومندانۍ د امنيت امر مولوي محمد مهاجر پژواک ته ويلي، دغه پېښه د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي دوه ویشتمه) د زرنج ښار د پېنځمې ناحيې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه کس خپله میرمن، خسر او اووه ماشومان وژلي دي.
د پېښې انګېزه او لامل تر دې دمه څرګند ندی؛ خو قاتل له سیمې تېښته کړې ده.