تازه خبرونه

په نیمروز کې د طالبانو پخوانی تش په نامه والي ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت په نیمروز ولایت کې د وسله والو طالبانو پخوانی تش په نامه والي له نیولو خبر ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت د تروریزم سره د مبارزې او ځانګړې پولیس په نیمروز ولایت کې د طالبانو پخوانی تش په نامه والي مولوي عبدالرشید په داسې حال کې، چې ۹۴۰ کیلوګرامه نشه یي توکي ورسره وو د هغه پنځه ملګرو سره یو ځای نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقی وایي، د طالبانو د دې غړي په نیولو سره په نیمروز ولایت کې د یادې ډلې مشرتابه او مالي سرچینو ته سخته ضربه رسېدلې ده.

ښاغلی صدیقی همداشان وایي، د وسله والو طالبانو یو بل لوړ پوړی غړی فضل اکبر د فضل ګل زوی، چې د بریدونو سازمان ورکولو او وسله والو طالبانو ته د مالي سرچینو د ټولولو مسئول وو، نیول شوی دی.

د بل لوري د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار ارغندۍ چوک کې د اور لګېدنې په اړه وايي، په دې اړه يې څلور کسان تر څارنې لاندې نیولي دي.

هغه د دې پېښې لامل مقناطیسي ماینونه بولي، چې له امله یې ۳۰۰ ټانکرونه وسوځېدل.

Trending

Exit mobile version