تازه خبرونه
په نیوزیلینډ کې له برید وروسته حکومت د ترهګرۍ ضد قوانین سختوي
Last Updated on: وږی ۱۴, ۱۴۰۰
د نیوزیلینډ لومړۍ وزیرې جاسینډا آرډرن له هغې وروسته د ترهګرۍ ضد قوانینو د سختولو ژمنه وکړه، چې یوه افراطي اسلامپاله پرون د دې هېواد په یوه پلورنځي کې پر خلکو د چاقو برید وکړ.
جاسیتدا ارډرن وایي: داسې بدلونونه باید رامنځته شي، چې که څه هم تېر پرې بدلیدلی نشي؛ خو کولی شي، چې راتلونکې بدل کړي.
د سریلانکا یوه وګړي پرون د نیوزیلینډ په یوه پلورنځي کې پر خلکو د چاقو برید وکړ؛ اووه کسان یې ټپیان کړل، چې د درې نورو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
برید کوونکی په جولای میاشت کې له زندان څخه راخوشې شوی و.
دغه کس د داعش ملاتړی پېژندل کېده، خو د پولیسو پر ډزو ووژل شو.
