تازه خبرونه
په نیویارک کې چاودنې ۲۹کسان ټیان کړي
د نیویارک ښار د منهاتن په سیمه کې تېره شپه(په ځایي وخت ۹ بجې)چاودنه شوې،چې په کې ۲۹ کسان سرسري ټپیان شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
د اسوشیتید پریس خبرې آژانس د څرګندونو له مخې،پېښه د منهاتن د چلسي په سیمه کې رامنځته شوې ده.
له پېښې سمدستې وروسته پولیس او د اور وژنې عمله سیمې ته رسیدلې ده.
شاهدانو اسوشیتید پریس ته ویلي؛ لږترلږه درې کسان یې لیدلي، چې په امبلانسونو کې له سیمې روغتون ته لیږدول شوي دي.
د نیویارک پولیسو اړوند سیمه تړلې او د ترافیکو د تګ راتګ مخه هم نیول شوې ده.
ځایي رسنیو خبر ورکړی،چې چاودنه د اړوند سیمې په یو خځلځي (د کثافاتو په ځای)کې رامنځته شوې ده.
رسنیو ته دا هم په ډاګه شوې، چې چاودنه په نیو جیرسي ایالت کې د ځغاستې د یوې سیالۍ پرمهال له یوې بلې چاودنې څو ساعته وروسته رامنځته شوې ده.
د چاودنې له کبله د ځغاستې سیالي ځنډول شوې؛ خو په لومړنۍ چاودنه کې څوک ټپیان شوي نه دي.
تر اوسه د چاودنو لامل نه دی په ډاګه شوی؛ خو د چاودیدونکیو توکو د بڼې په اړه څېړنې روانې دي.
د نیویارک ترهګرۍ ضد پولیسو دفتر ویلي، چې د پېښې د رامنځته کیدو په اړه هر اړخیزې پلټنې روانې دي.