نړۍ

په نیپال کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر له ۱۰۰ کسانو ډېر شو

د نیپال د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د شنبې تر سهاره په ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۲۴۰ ملي مټره باران شوی، چې د کټمانډو پوسټ ورځپاڼې پر وینا له ۱۹۷۰ راپدېخوا په دې ښار کې دومره باران نه‌دی لیدل شوی.

Published

on

د رویټرز خبري سرچینې د راپورونو له مخې؛ په نیپال کې د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدو له کبله لږ تر لږه ۱۰۲ کسان مړه شوي دي.

د نیپال ختیځې او مرکزي سیمې د جمعې له ورځې راپدېخوا بارانونو او سیلابونو اغېزمنې کړې دي.

د نیپال د امنیتي ځواکونو په څرګندونو کې راغلي؛ په دې پېښه کې ۶۴ کسان ورک دي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د کټمانډو دره له ۴۸ قربانیانو سره د ځاني زیان ترټولو لوړه کچه لري. دغه راز لږ تر لږه ۱۹۵ کورونه او ۸ پلونه هم ویجاړ شوي دي. د مرستې او ژغورنې ډلو شاوخوا ۳۱۰۰ کسان ژغورلي دي.

عيني شاهدانو ويلي، چې له تېرو ۴۰ څخه تر ٤٥ کلونو راپدېخوا د کټمانډو دره په سیندونو کې د دومره ويجاړونکيو سيلابونو او اوبو پورته کېدو لیدونکې نه‌وه.

د نیپال د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې د شنبې تر سهاره په ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۲۴۰ ملي مټره باران شوی، چې د کټمانډو پوسټ ورځپاڼې پر وینا له ۱۹۷۰ راپدېخوا په دې ښار کې دومره باران نه‌دی لیدل شوی.

له ۳ زره ډېر امنیتي ځواکونه له چورلکو او کښتیو سره د قربانیانو د ژغورنې لپاره ګمارل شوي، چې ژوندي پاتې شوي خوندي ځای ته ولېږدوي.

د جمعې پر ورځ د کټمانډو شاوخوا ۱۵۰ الوتنې د خرابې هوا او شرایطو له کبله لغو شوې؛ خو د راپورونو له مخې، د یکشنبې پر ورځ له کټمانډو څخه بهر او دننه الوتنې بیا پیل شوې دي.

Trending

Exit mobile version