کوید۱۹

په هالنډ کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره نوي بندیزونه ولګېدل

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې د هالنډ په ځینو برخو کې د کرونا ویرس د خپریدو مخنیوي لپاره بندیزونه لګول شوي دي.

د هالنډ لنډمهاله لومړي وزیر مارک روټ پرون جمعه د لړم ۲۱ د عامې روغتیا له وزیر سره په یوه ګډه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه، چې د کرونا ویروس محدودیتونه به سر له ننه بېرته ولګول شي.

ښاغلي روټي ویلي: که څه هم ۱۵ ورځې مخکې یو ځل بیا په عامه ځایونو جې پر خلکو د ماسک تړل لازمي وه او دولتي ادارو د ټولنیز واټن ساتلو لپاره خپلې هڅې بیا پیل کړې؛ خو دا اقدامات په عملي ډول بې ګټې شول او مونږ باید د وضعیت د خرابیدو د مخنیوي لپاره یوځل بیا محدودیتونه بیا پیل کړو.

د هالنډ د لومړي وزیرد څرګندونو له مخې؛ رستورانتونه، چایخونې او سوداګریز پلورنځي باید په راتلونکیو درې اوونیو کې د ماښام پر ۸ بجو وتړل شي.

د دغه راپور له مخې؛ د غونډو نور مرکزونه، په ځانګړې توګه ننداریز، فرهنګي او سپورټې ځایونه باید د ماښام پر ۶ بجو وتړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په هالنډ کې پر کرونا ویروس اخته ۱۶ زره پېښې ثبت شوې دي.

Trending

Exit mobile version