کوید۱۹

په هالنډ کې د کرونا پر ضد لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۹, ۱۴۰۰)

رويټرز خبري آژانس څرګنده کړې؛ تېره شپه (جمعه د لړم ۲۸) سلګونه کسانو د هالنډ په پلازمېنه روټرډام کې  د کرونا ویروس پر ضد لاريون وکړ.

مظاهره چیانو د کرونا د محدودیتونو پر ضد لاریون وکړ، چې له کبله یې اووه تنه ټپیان او له شل ډېر نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، سختې نښتې د روټرډام بندر په مرکز کې رامنځته شوې دي.

عکسونه ښیې، چې لاریون کوونکي د پولیسو موټرو ته اور اچوي.

پولیسو ویلي، چې دوی د هالنډ له ګوټ ګوټ څخه روټردام ته سرتېري لیږلي، وضعیت تر څارنې لاندې ونیسي.

په دغو نښتو کې پولیسو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د هالنډ پولیسو ويلي، چې د لاریونونو مخنیوی نکوي؛ خو د ښار ویجاړول، پر پولیسو برید او موټرو ته اور اچول یوه لویه سرغړونه ده.

د یادونې ده، چې دمګړۍ د کرونا ویرس خپریدل په دې هېواد کې ډېر شوي دي.

Trending

Exit mobile version