پرمختګ او بشپړتیا
په هرات، بلخ او ننگرهار ولایتونو کې به ۵۴ میلیون دالر ولگول شي- اسدالله ضمیر
د کرنې، اوبه لگولو او مالدارۍ وزیر اسدلله ضمیر وایي، د دې پروژې په پلې کیدو به د بزگرانو په اقتصادي وضیعت کې ډېر بدلون راشي او نه یوازې له دوی،بلکې د دوی له کورنیو هم ملاتړ کوو.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا مرستیال محمد شریف د دواړو وزارتونو تر منځ ناهمغږۍ مني؛خو وایي،مخکې له دې د دواړو وزارتونو تر منځ همغږۍشتون نه درلود او دا د دې لامل گرځیده، چې پروژې په سمه توگه پلې نشي. اوس د یو میکانیزم له مخي د دواړو وزارتونو تر منځ همغږِ کارونه تر سره کیږي.
دا پروژه د ۱۵کلونو له پاره په پام کې نیول شوې،چې په درېپړاونو کې پلې کیږي؛لومړی پړاو یې د پېنځهکلونو له پاره ۴۲۷کورنیو ته په درېولایتونو کې په پام کې نیول شوی دی
خبریاله:نبیله حفیظي.