تازه خبرونه
په هرات زندان كې ښځينه بنديانو د چارواكو په وړاندې د زندان دروازې وتړلې
< ![endif]–>
په هرات كې د نرينه بنديانو اعتصاب پر ښځينه بنديانو هم اغېز كړى او له شنبې ورځې(د سلواغې۲۶) را په ديخوا يو شمېر ښځينه بنديانو د نه خوړلو اعتصاب كړى، چې نن څلور ورځنى شو.
دهرات زندان عمومي مدير سيد شريف يلانى وايي:
دزندان ديارلس بنديانو په نورو هم فشار راوړى، چې اعتصاب وكړي.
ښاغلى يلانى زياتوي، د دغو بنديانو مهمه غوښتنه د ښځو د نړيوالې ورځې(د مارچ اتمه) په مناسبت د بنديانو د بښلو او يا د بند مودې د كمولو په اړه د ولسمشرۍ د فرمان صادرول دي.
د هرات څارنوالۍ مرستيال گل احمد رامش وايي:
له ۱۷۴ زندانيانو څخه، چې په بند كې دي ديالس تنو يې د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې كړى دي.
د نوموړي په وينا، څلور يا پېنځه كسه يې په وژنو تورن، دوه يې په سړي تښتونو او پېنځه شپږ نور يې په اخلاقي جرمونو تورنې دي.
د نوموړي په وينا:
اعتصاب كوونكې بنديانې وايي، چې ولسمشر دې د دوى د بښنې او يا بند مودې د كمولو په اړه فرمان صادركړي او جرمي دوسيو ته دې پاملرنه وشي.
ښاغلى رامش زياتوي، بنديان په دې هم نيوكه كوي، چې په روان كال كې د ولسمشرۍ له خوا د بښنې په فرمانونو كې شاملې شوې دي.
ويل كيږي، چې دا لومړى ځل دى، چې په هرات كې ښځينه بنديانې دا ډول اعتصاب كوي. له دې مخكې د هرات زندان نرينه بنديانو دې ته ورته اعتصاب كړى و .