تازه خبرونه
په هرات زندان کې د نښتې له کبله ۲۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د هرات سیمه ییزو چارواکو نن پنجشنبه د لړم ۸ څرګنده کړې؛ د دې ولایت په مرکزي محبس کې د بندیانو او امنیتي ځواکونو د نښتې په پایله کې اته تنه بندیان وژل شوي او د څلور پولیس ساتونکیو په ګډون ۱۲ نور ټپیان دي.
د ډزو غږ پرون ماښام د هرات د محبس له ودانۍ واوریدل شو او د چارواکو په وینا؛ په زندان کې ګډودي تېره شپه پای ته ورسیده.
د سیمه ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پېښې قربانیان مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.
د بندیانو د پاڅون انګیزه اوس هم په ډاګه شوې نده؛ خو ویل کیږي، چې شاوخوا ۳۰۰۰ بندیان د هرات محبس په ودانۍ کې ساتل کیږي، چې د دغه شمېر بندیان د ساتنې وړتیا نلري.
له دې مخکې د هرات امبولانس د خدماتو مشرابراهیم محمدي د پنجشنبې پر سهار ویلي وه، چې د پولیسو یو ساتونکی او یو زنداني مړه شوي او ۱۸ نو ټپیان دي.
د محبس د دغې پېښې په اړه نور جزئیات ندي ورکړ شوي، خو نا تائید شوي راپورونه ښیي؛ جګړه په داسې حال کې پیل شوې، چې پولیسو په زندان کې د بندیانو د ناقانونه پلورنځیو د تړلو هڅه وکړه؛ خو د دې کار د بندیانو غصه راوپاروله او اړوند مرګو ژوبله رامنځته شوه.
د راپورونو له مخې؛ په دې ګډوډۍ کې د زندان یوې برخې ته اور هم اچول شوی و.
پولیسو او د زندان چارواکو تر دې دمه په دې اړه نور جزئیات ندي وړاندې کړي.
.د طالبانو د زندانونو د چارو کمیسیون په یوه اعلامیه کې له نړیوالو حقوقي بنسټونو، بشري ادارو او بې طرفه جهتونو څخه غوښتي، چې د دغه راز بریدونو په مخنیوي کې خپل مسوولیت تر سره کړي
دا په داسې حال کې ده، چې زندان د هرات ښار په زړه کې موقعیت لري او د سیمې اړوند استوګن هم ټوله شپه له ډزو اندېښمن شوي وه.
