سیمه ییز خبرونه
په هرات كې افغان مخابراتي شركت وړيا سيم كارتونه ووېشل
په هرات ولايت كې د افغان بيسيم مخابراتي شركت چارواكي وايي، چې دولتي مامورينو او اړو خلكو ته د وړيا گرځند او سيم كارتونو د وېش لړۍ له څو ورځو راهيسې پيل شوې ده.
په هرات كې د افغان بيسيم مخابراتي شركت رييس داود صديقي زياتوي، چې:
په پام كې ده، چې شاوخوا يو زر و پېنځه سوه گرځند او سيم كارتونه په هرات كې په وړيا توگه ووېشل شي.
ښاغلى صديقي وايي، چې د هرات د والي سيد فضل الله وحيدي له همغږۍ سره سم د ولايت پر مامورينو د افغان بيسيم مخابراتي شركت گرځند او سيم كارتونه ووېشل شول.
د هرات والي سيد فضل الله وحيدي د افغان بيسيم مخابراتي شركت له خوا د ولايت پرمامورينو د گرځند او سيمكارتونو له وېش څخه ستاينه وكړه او ټينگار كوي، چې له دې وروسته به د ولايت ټول كاركوونكي د افغان بيسيم مخابراتي شركت له سيمكارتونو كار واخلي.
افغان بيسيم مخابراتي شركت، چې په هېواد كې لومړنى مخابراتي شركت دى اوس مهال په څلور دېرش ولايتونو او سلگونه ولسواليو كې فعاليت كوي.
د دغه شركت چارواكي د مخابراتي خدمتونو تر څنك د هېواد په بيا رغونه او له بېوزلو هېوادوالو سره د مرستې په برخه كې هم يو لړ فعاليتونه تر سره كوي. په تېرو څو كالونو كې دغه شركت څو ځلې پر ښوونكيو او خبريالانو په وړيا توگه گرځند او سيم كارتونه وېشلي او دا دې له څو ورځو را پديخوا د هرات پر اړو كسانو او دولتي مامورينو د هغو د وېش لړى پيل شوې ده.