سیمه ییز خبرونه

په هرات كې افغان ځوان په خپل لاس جوړه شوې الوتكه هوا ته پورته كړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له هرات څه تر لاسه شوي راپورونه وايي، چې د دغه ولايت يو  اوسيدونكى، چې له ماشومتوبه يې د الوتكې له جوړلو سره مينه درلوده؛ څو ورځې وړاندې يې د هرات ښار تر څيرمه له دشت حوض له سيمې د خپلو ملگرو په ملاتړ په خپله جوړه كړې الوتكه كې هوا ته پورته شو.

د هرات دغه اوسيدونكي ، چې  محمد آصف نوميږي وايي:

د الوتكې جوړولو په نيت مې كلونه وړاندې د ساده وسايلو په راټولو او يو ځاى كولو پيل وكړ.

محمد آصف ياتوي:

وروڼو را سره په دغه كار كې همكاري كوله، خو پخپله مې د الوتكې جوړولو پوخ او ټينگ نيت كړى و، چې دادى په پاى كې بريالى شوم، چې الوتكه جوړه او هوا ته په كې الوت وكړم.

په خپل لاس د جوړې شوې الوتكې په واسطه د الوت نندارې ته گڼ شمېر كسان را غلي ول. دا، چې الوت بريالى و؛ ټولو خوښي څرگنده كړه.

نوموړي په تېرو څو كلونو كې څلور الوتكې جوړې كړي دي.

دى وايي، چې د اوږده  واټن د وهلو لپاره د الوتكې د جوړلو په هڅه كې يم.

محمد آصف له دولته غواړي، چې ابتكاري خلكو ته د ودې زمينه برابره كړي.

په هېواد كې له دې وړاندې د غزني ولايت د جاغوريو يو اوسيدونكي هم ورته الوت درلود.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان كې د افغان ځوانانو ځواكمنتيا او پياوړتيا د غوره راتلونكې زيرى ور كوي كه  استعدادونه يې وكارول شي ډېرې نيمگړتياوې به له مخې ليرې كړاى شي.

Trending

Exit mobile version