سیمه ییز خبرونه
په هرات كې امنيتي خنډونه د رڼو ټاكنو مخنيوى كوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د هرات ولايتي شورا رييس د امنيتي اندېښنو تر څنگ څرگنده كړې، چې د راتلونكي كال د ټاكنو په وړاندې امنيتي ستونزو خنډونه رامنځته كړي دي.
د هرات ولايتي شورا رييس سيد وحيد قتالي زياتوي، كه امنيتي ځواكونه چاڼيز عمليات ونه كړي په ډېرو ولسواليو كې به د امنيتي ستونزو پر لامل د ټاكنو تر سره كول ناممكنه وي.
ويل كيږي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاكنې به د ۱۳۹۳ل كال د وري په ۱۶ تر سره شي؛ خو امنيتي ستونزو ورته هر اړخيزې اندېښنې رامنځته كړي دي.
د روانې مياشتې په بهير كې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د نوماندانو نومليكنه پيليږي او ويل كيږي، چې سر له اوسه بېلابېلو سياسي اړخونو د نوماندانو د غوراوي هڅې پيل كړي او ترې د ملاتړ لپاره د ائتلافونو په جوړولو اخته دي.