1393ټاكنې
په هرات كې د اشرف غني احمدزي ديارلس ټاكنيزې څانگې له زلمي رسول سره يوځاى شوې
|
په هرات كې د ولسمشرۍ د نوماند اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو منډو تړلو د استازيو ديارلس څانگې د زلمي رسول له كمپاين سره يوځاى شوې. په هغو مراسمو كې، چې په همدې موخه په هرات كې جوړ شوي ول د اشرف غني احمدزي پوستر او انځورونه را كښته او د زلمي رسول انځورونه ولگول شول. په همدې وخت كې د بادغيس د قادس په شمول په څو ولسواليو كې د اشرف غني د ملاتړ ډلو له زلمي رسول څخه ملاتړ وښود. دا كسان وايي: دا، چې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيز كمپاين د دفتر مديريت سم نه و له زلمي رسول سره يوځاى شول. دا كسان د هرات په اته ولسواليو، د بادغيس په دوه ولسواليو او د هرات ښار د تورغونډۍ ښارگوټي او د هندوسوزي او درب ملك له سيمو سره تړاو لري. همدا راز د بادغيس په قادس او آب كمري ولسواليو كې د اشرف غني احمدزي د كمپاين ډلې هم له زلمي رسول څخه ملاتړښودلى دى. دا كسان وايي، په تېره يوه مياشت كې يې د ښاغلي اشرف غني احمدزي په ملاتړ ډېر كمپاين كړى؛ خو له مونږ څخه سم ملاتړ نه دى شوى. دا لومړى ځل دى، چې د داكتر اشرف غني احمدزي د كمپاين ديارلس ډلې له زلمي رسول څخه ملاتړ ښيي. له ډېرو هڅو سره سره په هرات كې د اشرف غني احمدزي د كمپاين د مسوولينو نظر ترلاسه نشو.
|