انځوريز خبرونه
په هرات كې د انرژۍ او اوبو پخوانى وزير له يوه ځانمرگي بريد روغ ووت
د انرژۍ او اوبو پخوانى وزير او د ولسمشريزو ټاكنو د كانديد عبدالرب رسول سياف لومړى مرستيال محمد اسماعيل له يوه ځانمرگي بريد روغ ووت.
عيني شاهدان وايي، پېښه د ښار د باغچه مهتر د لوى جومات په انگړ كې رامنځته شوې، چې په كې دوه تنه برسيرن ټپيان شوشوي دي.
د هرات امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالحمید حمیدي وايي:
پېښه دوه بجې د جمعې له لمانځه وروسته رامنځته شوې، چې هيڅوك په كې زيانمن شوي نه دي.
د نوموړي په وينا، بريد كوونكي د هرات ښار په دې جومات كې ځان پوري تړلي چاوديدونكي توكي وچول.
هغه وايي، دا بريد د يوه جومات د انگر دننه په داسې حال كې تر سره شوى، چې محمد اسماعيل له جومات څخه د وتو په حال كې و.
ښاغلى حميدي په ډاگه كړه ، چې ځانمرگي چاوديدونكي توكي ځان پورې تړلي ول.
محمد اسماعيل، چې د دې بريد هدف و، په دې اړه داسې وايي:
دغه پېښه د يو جنايتكار په وسيله ترسره شوې، چې د مرستې غوښتنليك ور سره و. دا داسې مهال و، چې لمونځ كوونكي له جومات خخه وتلو ته د تيارۍ په حال كې ول؛ خو په جومات كې گنه گوڼې د تلفاتو مخه ونيوله.
له سيمې څخه د آريانا نيوز سيمه ييز خبريال وايي، ځانمرگي هڅه كوله، چې جومات ته د مرستې په پلمه محمد اسماعيل ته ځان نږدې كړي. د تر لاسه شويو معلوماتو لمخې بريد كوونكى دهرات ولايت د مسلخ كمپ اوسيدونكى په گوته شوى دى.
د يادونې وړ ده ، چې دغه جومات د محمد اسمعيل كورته نږدې پروت دى او ، چې كله كور كې وي د جمعې لمونځ په كې اداكوي.