پرمختګ او بشپړتیا
په هرات كې د حرفوي ښځو ټولنه جوړه شوه
د دغه بنسټ مسولين دولتي ارګانونه او موسسې په دولتي ارګانونو كې د كار وړ ښځو په ګومارنه كې په ناغيړۍ تورنوي .
دې ټولنې په هرات كې د محلي چارواكو او سناتورانو په گډون په كار پيل وكړ. ددغې ټولنې موخه د هغو ښځو د ستونزو په حل كې مرسته ده، چې كاري وړتيا لري.
د دغه ټولنې يوه غړې عاطفه منصوري وايي، چې:
په تېرو لس كلونو كې د كاروړ ښځو وضعيت ته ډېره پاملرنه نه ده شوې.
هغه وايي:
دا ټولنه په افغانستان كې له ښځو څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې ده.
د دې غونډې يو شمېرگډونوالې وايي:
په تېرو لس كلونو كې يې د خپلو حقونو د ترلاسه كولو په موخه ډېرې هڅې كړي، خو پايله يې نه ده وركړې.
د هرات والي داود صبا له دې ټولنې څخه ملاتړ څرگند وي او ټينگاركوي، چې:
ښځو په تېرو لس كلونو كې ښه رول لوبولى دى.
تردې وړاندې په هرات كې يو شمېرسوداگرو ښځو په دې برخه كې د دولتي چارواكو د نه پاملرنې له لامله اندېښنه څرگنده كړې.
دې كسانو ويلي، چې:
كه دولت او نړيوال بنسټونه ورته پاملرنه وكړي؛ نو د فابريكو په جوړولو به ډېرو ښځو ته كارپيدا شي.
اوس په هرات كې د خوراكي توكو څو وړې فابريكې شته، چې د ښځو له خوا فعاليت كوي .