سیمه ییز خبرونه
په هرات كې د درې كلن پراختيايي پروگرامونو ناسته ترسره شوه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
په هرات كې اته سوه څلويښت پرمختيايي پروگرامونه په پام كې نيول شوي، چې بايد په درې كلونو كې پلي شي.
په همدې موخه په هرات كې د سيمه ييزو ادارو او مرستندويه بنسټونو د چارواكو په شتون كې يوه غونډه جوړه شوې وه.
په دې غونډه كې د اته سكتوري ادارو چارواكو خپل پروگرامونه څرگند كړل.
د هرات د اقتصاد رييس محمد ناصر اسودي وايي، پر دې پروژو ۲۰۵ميليون دالر لگښت راځي، چې په روان كال او راتلونكي كال كې بايد تطبيق شي.
د هرات والي سید فضل الله وحیدي هيله څرگنده كړه، چې كه پروگرامونه ومنل شي؛ نو د پرمختيا زمينه به برابره شي.
نوموړى دغه راز غونډې گټورې بولي.
شپږ مياشتې وروسته به د دې پروگرامونو د تطبيق پرلارو چارو بله غونډه جوړه شي. دا، چې نړيوال مرستندويان به دې پروژو ته پيسې وركړې او كه څرنگه هغه پوښتنه ده، چې وخت به يي ځواب كړي.