پرمختګ او بشپړتیا
په هرات كې د دوه ميليون ډالرو پر لگښت د توليدي توكو د پلور ماركيټ پرانستل شو
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د سوداگرۍ خونې مسوولين وايي، چې:
په هرات ولايت كې به د توليدي فابريكو ټول محصولات پلور ته وړاندې شي.
په هرات كې د كورنيو توليداتو د پلور سوداگريز مركزپه داسې حال كې پرانيستل شو، چې د توليدي فابريكو مسوولين د ورته مالونو له واريديدو اندېښمن شوي.
په هرات كې د سوداگرۍ خونې مديرخليل احمد يارمل وايي، چې:
د كورنيو توليداتو د پلور دا مركز د خصوصي سكتور په دوه ميليونو ډالرپانگونه رغول شوى دى.
د هغه په وينا:
همدا اوس په هرات ولايت كې د دغه ولايت او نورو ولايتونو د خلكو د اړتيا وړخوراكي او نور اړين توكي توليديږي.
د هرات صنعتي ښارگوټى اووه كاله مخكې په گذره ولسوالۍ كې جوړشو، چې په لومړي سركې شاوخوا څلورسوه توليدي فابريكي په كې فعاله شوې، خو د ناامنيو او د دغو چارو د مسوولانو د نه پاملرنې له كبله شاو خوا دوه سوه فابريكو خپلې چارې درولي دي.