تازه خبرونه

په هرات كې د كانكور آزموينه د درغلۍ پر لامل لغوه شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په هرات كې سلگونه كسان كانكور آزموينې ته حاضر شوي ول، چې له پيل مخكې لغوه شوه.

د دې كار لامل د لوړو زدهكړو له وزارت څخه د كانكور د پوښتنپاڼو را ايستل ښودل شوي او د كانكور كميتې تر بل امر پورې دا كانكور لغوه كړ.

ويل كيږي، چې د كانكور پوښتنپاڼې په هرات كې د يو خصوصي ښوونځي د چارواكو لخوا را ايستل شوي دي.

د كانكور په لومړۍ ورځ نږدې نهه زره كسان راغلي ول.

د لوړو زده كړو وزارت د كانكور د پلاوي مرستيال عبدالمنان حقيار وايي، چې د هرات پوهنتون په دې برخه كې گرم نه دي او له مركز څخه هم تراوسه څه ځانگړي شوي نه دي.

په هرات كې د كانكور كميتې چارواكي وايي، چې د يو زدهكوونكې او د رياض د خصوصي ښوونځي د مسوول په گډول ۴۲ تنه په كانكور كې د درغلۍ په تور نيول شوي؛ خو د نوموړي ښوونځي مسوول تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د كانكور گډونوال وايي، چې كه پوښتنپاڼې له هرات پوهنتون او مركز څخه ايستل شوي نه وي؛ نو مسوول څوك دي.

دغه كسان اړوند چارواكي د يوې رڼې آزموينې په ترسره كولو كې كمزوري گڼي.

دا په داسې حال كې ده، چې څو كاله وړاندې هم د كانكور يوه آزموينه په دې ولايت كې باطله اعلام شوې وه او له سره واخيستل شوه.

Trending

Exit mobile version