سیمه ییز خبرونه
په هرات كې د چاپېريال ككړتيا خلك انديښمن كړي
په هرات ښار كې د چاپېريال ككړتيا د دغه ښار د اوسيدونكيو اندېښنې راپارولي دي
د دغه ښار يو شمېر اوسيدونكې وايي:
سيمه ييز چارواكي اوسمهال يوازې د امنيت پر ټينگښت كار كوي. په داسې حال كې، چې د چاپېريال د ككړتيا له كبله هركال گڼ شمېر وگړي له بېلابېلو ستونزو سره مخ كيږي.
دوى په بشپړ ټينگار وايي، چې د هوا له توديدو سره د چاپېريال د ككړتيا له كبله يو شمېر ناروغۍ هم پيدا شوي دي.
د هرات اوسيدونكي د چاپېرال ساتنې د ادارې پر چارواكو هم تور لگوي، چې د چاپېريال ساتنې ته يې لازمه پاملرنه نه ده كړې.
د هرات د چاپېريال ساتنې د ادارې سرپرست نصير احمد فضلي د خلكو ستونزې مني او وايي:
د چاپېرال ككړتيا د دوى اندېښنه هم راپارولې؛ خو چاپېريال ساتنې ته نه پاملرنه ردوي.
په تېرو څو مياشتو كې د هرات اوسيدونكيو د چاپېريال د ككړتيا له كبله څو ځلې اندېښنه ښكاره كړې؛ خو سيمه ييزو چارواكو تر اوسه په دې اړه كوم گټورگام نه دى پورته كړى.
كارپوهان وايي، چې د يو منظم پروگرام له مخې كه په ښار كې زاړه موټر استهلاك نه شي تر هغې د چاپېريال د ككړتيا په برخه كې اندېښنې له منځه نه ځي.