سیمه ییز خبرونه
په هرات كې طالبانو له دوه تنو لاسونه او پښې پرې كړي
په هرات ولايت كې وسله والو طالبانو د يو امنيتي شركت له دوه تنو كاركوونكيو څخه لاسونه او پښې پرې كړي دي.
د هرات ولايت حوزوي روغتون چارواكو خبر تائيد كړى او وايي:
دغه پېښه د جمعې په ورځ(د وري ۳۰) رامنځته شوې او زيانمن كسان مو په روغتون كې تر درملنې لاندې نيولي دي.
د هرات حوزوي روغتون مطبوعاتي مسوول محمد رفيق شېرزى وايي:
د دغو كسانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دي.
دا دوه تنه ۲۵ ورځې وړاندې طالبانو نيولي ول.
له پېښې څخه د زيانمنو كسانو په وينا:
په دې دليل د طالبانو لخوا څارل كيدل، چې د هرات – تورغونډۍ پر لويه لار يې له يو خصوصي امنيتي شركت سره كار كاوه.
دغه دواړه زيانمن وايي:
طالبانو له مونږ غوښتي ول، چې په وران كارو هڅو كې ورسره برخه واخلو.
د دوى په وينا:
كله، چې طالبان د دوى له منفي ځواب سره مخ كيږي؛ نو هغوى يې لاسونه او پښې ورپرې كوي.
طالبانو تل وران كارو هڅو ته د جذب لپاره خلك گواښلي؛ خو دا لومړى ځل دى، چې په هرات كې دا بې سارې پېښه رامنځته كيږي.