سیمه ییز خبرونه

په هرات كې له روږدو نررينه وو سره روږدې ميرمنې ژوند تېروي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ډېر وخت كيږي، چې په هرات ولايت كې په نشه يې توكو روږدې كسان د دغه ښار يو شمېر سيمې د اوسيدو لپاره غوره كړې دي.

د كمر كلاغ ، پاى منار او د سلطان آقا زيات شاوخواوې هغه سيمې دي، چې په نشه يې توكو روږدې كسان په كې اوسيږي، خو د هرات چارواكي بيا انديښنه لري، چې په دې ورستيو كې پر نشه يې توكو روږدې ميرمنې زياتې شوي او له بلې خوا دغه ميرمني د روږدو سړيو سره ژوند تېروي.

د هرات د ښځو چارو رييسه محبوبه جمشيدي وايي، چې:

پوليسو په دې ورستيو كې په نشه يې توكو څلور نجونې، چې د سلطان آقا په سيمه كې له روږدو سړيو سره اوسيدې نيولي او بيا يې د درملنې لپاره روغتون ته ليږدولې دي.

هغه زياتوي، چې دا نجونې له ايران دولت له خوا په زور له دغه هېواد څخه ايستل شوې وې او د اوسيدو لپاره يې ځاى نه درلود.

نوموړې زياتوي، له ايران سره په پوله پرتې سيمې هغه سيمې دي، چې په كې د نورو ځايونو په پرتله پر نشه يې توكو د روږدو ميرمنو شمېر زيات دى.

په هرات كې پر نشه يې توكو د روږدو كسانو د شمېر زياتوالى د خلكو او چارواكو اندېښنې راپارولي دي. رسمي معلوماتو له مخې په هرات كې شاوخوا اويا زره كسان پر نشه يې توكو روږدې دي، چې د ښار په چاپېريال كې ژوند كوي.

Trending

Exit mobile version