سیمه ییز خبرونه

په هرات كې هم د تېلو، گازو او سون توكو بيې پورته شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هرات ښار يو شمېر اوسيدونكي شكايت كوي، چې د ژمي په را نږدې كيدو د تېلو، گازو او سون توكو بيې لوړې شوي دي.

د ژمې په را رسيدو سره هر كال د سون توكو بيې لوړيږي او دا هغه مساله ده، چې هر كال پرې هرات ښاريان اندېښنې ښكاره كوي.

په هرات كې د تېلو بيه د پام وړ لوړه شوې او دا مهال يو ليتر تېل په دولتي او خصوصي پمپونو كې څه باندې ۶۰ افغانۍ پلورل كيږي.

يو شمېر هرات ښاريان او موټر چلوونكي شكايت كوي، چې هر كال په ژمي كې د سون توكو بيه لوړيږي او د تېلو او گازو رياست يې په مخنيوي كې هيڅ هم نه كوي.

هرات ښاريان وايي، په وروستيو ورځو كې د گازو بيه هم ختلې ده.

د دوى په وينا، د ناسم مديريت له كبله هر كال دا ستونزه را منځته كيږي.

Trending

Exit mobile version