سیمه ییز خبرونه
په هرات كې يوې چاودنې ۱۱ تنو ته مرگ و ژوبله اړولې
د هرات امنيه كوماندانۍ مخې ته د يوې چاودنې له لامله يوه ښځه ووژل شوه او لس تنه نور ټپيان شول، چې د دوه ټپيانو روغتيايي حالت نازك ښودل شوى دى.
افغان ځواكونو ته د هرات د امنيتي مسووليتونو تر سپارلو راپديخوا دا دوه يمه چاودنه ده.
دولتي چارواكي وسله وال طالبان د دې كار مسوول گڼي.
له يوې اوونۍ لږه موده كيږي، چې:
په هرات كې دوه چاودنې شوي، چې په كې د ملي اردو دوه سرتېري او يوه ميرمن ژوند له لاسه وركوي او اتلس تنه نور ټپيانيږي.
د هرات د پوليسو چارواكي وايي:
وسله والو مخالفينو د هرات له لوى جامع جومات سره د امنيه كوماندانۍ مخې ته يو ريموټ كنټرول ماين ځاى پرځاى كړى و.
د هرات پوليس وايي:
ماين له ليرې كنتروليده او موخه يې ملكي خلك ول.
په دې چاودنه كې يوه شپيته كلنه ميرمن، چې د هرات د لوى جامع جومات ترڅنگ يې درويزه او سوال كاوه وژل شوې ده .
د هرات روغتون د بېړنۍ برخې مسوول بركت الله محمدي وايي:
تر پېښې وروسته دوه خبريالان د پوليس له خوا وډبول شول، چې په هرات كې د خبريالانو د تند غبرگون لامل شو.
د پېښې ټپيان د هرات امنيتي مسوولين د امنيت په ټينگښت كې په ناغيړۍ تورنوي.
دا كسان دغه راز له وسله والو مخالفينو هم غواړي، چې د روژې د مباركې مياشتې او كوچني اختر په درناوي له تخريبي عملياتو او فعاليتونو ډډه وكړي.
څه موده مخكې د ۶۰۶ انصار زون كوماندان په هرات كې د وسله والو مخالفينو د له منځه وړلو په موخه د عملياتو د پيل خبر وركړ.
هغه ټينگاروكړ، چې:
طالبان هڅه كوي هغه سيمې نا امنه كړي، چې امنيت يې افغانانو ته سپارل شوى دى .