سیمه ییز خبرونه

په هرات كې پر اړو او بېوزلو كډوالو د بيات بنياد ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

بيات بنياد په افغانستان كې له اړو او بېوزله كورنيو سره د مرستو په لړ كې دا ځل د هېواد په لويديځ كې له يو شمېر بې ځايه شويو كسانو سره مرسته وكړه. دا مرستې په داسې حال كې وېشل كيږي، چې په دغه ولايت كې يو شمېر بې ځايه شوې كورنۍ په ناوړه حالت كې ژوند كوي.

دا مرستې د بيات بنياد د لوى مشر سناتور انجينر احسان الله بيات له خوا د فراه ، بادغيس او غور ولايتونو بې ځايه شويو كورنيو ور كړ شوې.

د بيات بنياد لوى مشراسناتور انجينر احسان الله بيات وايي، چې دا مرستې به د هېواد نورو ولايتونو ته هم وغزول شي.

د بيات بنياد لوى مشر په ډاگه كړه، چې په دې مرستو كې وريجې، اوړه، كمبلې او البسه شته، چې موخه يې د بېوزلو كورنيو د لاسنيوي ترڅنگ په ژمي كې له اړو كورنيو سره مرستې ته د نورو سوداگرو هڅول دي.

هغه وايي تراوسه په افغانستان كې زرگونه بې ځايه شوې كورنې د دغه بنسټ له مرستو برخمنې شوې دي.

په غور او بادغيس كې بې وزلۍ او اناامنۍ، چې وزگارتيا او وچكالي يې لوى لاملونه دي د بېوزلو خلكو ژوند له كړاوونو سره مخ كړى.

په هرات كې د كډوالو او راستنيدونكيو چارو رييس حميدالله خطيبي وايي، په تېرو څو كلونو كې بيات بنياد تل له كډوالو او بې ځايه شويو كورنيو سره مرسته كړې ده.

هغه زياتوي، په اوسني حال كې ډېرې بې ځايه شوې كورنۍ د خوړو او درملو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.

دا كسان د بيات بنياد مرستې ستايي او له نورو سوداگرو هم غواړي، چې له اړو خلكو سره مرسته وكړي.

بيات بنياد په افغانستان كې يوازينى بنسټ دى، چې له څو كلونو را پديخوا له اړو او زيانمنو كورنيو سره د مرستې په برخه كې فعاليت كوي او له دا ډول كسانو سره يې بېړنۍ مرستې كړې دي.

دغه بنسټ همدا راز تراوسه د هېواد په ولايتونو او ولسواليو كې كلنيكونه ، روغتونونه ، جوماتونه ، ښوونځي ، روزنتونونه، لارې او كتابتونونه جوړ كړي دي.

Trending

Exit mobile version