سیمه ییز خبرونه
په هرات ولايت كې صنعتكاران له سم دولتي ملاتړه بې برخې دي
د هرات ولايت په صنعتي ښارگوټي كې د يو شمېر توليدي شركتونو لرونكي وايي، چې: دولت په سمه توگه د پانگوالو له پانگې ملاتړ او ساتنه نه كوي.
د دوى په وينا، له كورنيو توليداتو د دولت نه ملاتړ د هېواد اقتصاد بشپړ زيانمن كړى دى.
صنعت كارانو په هېواد كې د اقتصادي شورا د طرحې د پلي كولو غوښتنه وكړه او له ځانگړيو اقتصادي بنسټونو يې وغوښتل، چې د دې طرحې د پلي كولو په اړه دولت ته خپلې اندېښنې په ډاگه كړي.
په دې وروستيو د دولت اقتصادي شورا يوه طرحه تصويب كړې وه، چې په كې له كورنۍ پانگونې چټك ملاتړڅرگند شوى دى.
د صنعتكارانو د ټولنې رييس حميد الله خادم د دولت د اقتصادي طرحې پر نه پلي كيدو اندېښنه ښودلې او ټينگار كوي، چې دا طرحه بايد ژر تر ژره پلې شي.
همدا راز هغه په ډاگه كړه، چې له دې مخكې هم له صنعتكارانو څخه د ملاتړ يو شمېر قوانين جوړ شوي؛ خو نه پلي كيدو يې صنعتكاران له ستونزو سره مخ كړل.
له پانگونې د ملاتړ ادارې مسوول شفيق احمد احمدي وايي:
د حكومت او اقتصادي شورا په وروستۍ پاليسۍ كې له صنعتكارانو څخه د بشپړ ملاتړ لپاره په زړه پورې برنامې طرحه شوې دي.
د نوموړي په وينا، كه دا طرحه پلې شي، صنعتكارانو ته به غوره پايلې هم ولري.
دا لومړى ځل نه دى، چې صنعتكاران د دولت ملاتړ غواړي. له دې وړاندې هم پانگوالو له كورنيو توليداتو څخه د ملاتړ غږ پورته كړى او خپلې اندېښنې يې په ډاگه كړي دي.