تازه خبرونه
په هرات ولایت کې دوه بندیان او یو پولیس مړه شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په هرات كې د يوې ترافيكي پېښې له کبله درې تنه مړه شوي او نهه نور ټپيان دي.
دا ترافيكي پېښه نن له غرمې مخکې په هرات ښار كې د پښتون پل په سيمه كې د هوايي ډگر پر لار را منځته شوې ده.
د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وايي، چې د پوليسو موټر چپه شوى؛ دوه بنديان او يو پوليس په كې وژل شوي او نهه نور چې بنديان او پوليس په كې شامل دي ټپيان شوي دي . سرچينې د دوو تنو روغتيايي حالت نازك ښودل شوى دى .